غزل لکه خدای چې د يار حسن بې نظير کړ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لکه خدای چې د يار حسن بې نظير کړ هسې ما د زړه په سر باندې تصوير کړ 02 دمجنون غوندې په درد د عاشقۍ کې په خپل حال مې همگې خلق خبير کړ 03 ما وی گوندې تفحص و کا پخلا شي تر پرونه نه يې ماڼې کثير کړ 04 ښايسته د کندهار دچا په يا دې په دا حسن يې بنده واړه کشمير کړ 05 دا څه حسن، څه جمال، څه يې اقبال دی چې شاهانو يې په ور کې ځان فقير کړ 06 زړه چې نرموي په خپلو اوښو ژړا کله تاثير کړ 07 نه گناه، نه يې خطا، نه يې نيت نور دی نر ناحقه يې خوشال په زړه دلگير کړ Dictionary meaning × Headword