غزل

لکه مخ زما د يار دی، نمر خو هسې وي کنه

Khushal Khan Khattak

لکه مخ زما د يار دی، نمر خو هسې وي کنه

لکه زه په عشق کې زېړ يم زر خو هسې وي کنه

بې د عشق له شور و شره، چې هر گز زما له سره

نه ځي نور څه، هر څه درومي سر خو هسې وي کنه

د عالم ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځايه ، غر خو هسې وي کنه

چې يې رېبم عمل لا کا چې يې ورک کړم ځان پيدا کا

ورځ و شپه دا هسې کر کړم کرخو هسې وي کنه

تا وی درومه! نوم مې زبر کړه، بل سبق له زړه بدر کړه

تل مې ته يې په خاطر کې، زبر خو هسې وي کنه

و هغه ته مې سر کوز دی، چې معلوم ورته رموز دی

په خبره نه پوهېږي، خر خو هسې وي کنه

په دا باغ کې يوه ونه، تل تازه تره برخنه

چې يې اوړی ژمی بر خورم، بر خو هسې وي کنه

چې آزاد، مريي وردرومي، خپل مراد ورځنې مومي

په هيچا نه دی تړلی، ور خو هسې وي کنه

په يوه زمان تر ياره، ورشي راشي څو گوزاره

د خوشال خاطر تېز پر دی، پر خو هسې وي کنه