غزل
لکه ستا د زلفو تاب شته
Khushal Khan Khattakلکه ستا د زلفو تاب شته
په سنبلو کې هم تاب شته
لکه ستا د خولو بوی دی
هسې هم په ملک گلاب شته
ستا دمخ تر خال به په وي؟!
په ختا کې مښک ناب شته
لکه زړه زما، ستا شونډې
نه کباب شته، نه شراب شته
که ونمر ته خاته گران دي
د زلفينو يې طناب شته
چې کاته دې په حساب شول
دياريه هم حساب شته؟
ښکلي ډېر وو، ما ته يار کړې
تل دگلو انتخاب شته
کل په ما شهد و شکر دي
که دې قهر، ياعتاب شته
مجنون مړ نه دی، ژوندی دی
چې لا ما غوندې خراب شته
د هجران په شپه مرگ غواړم
زما سترگو! ستاسې خواب شته
چېرې نه په بل مرگ ومرم
د غمزو دې هم شتاب شته
چې مې وژنې کوز به گورم
له اشنا سترگو حجاب شته
ما خپل خون ورته پل کړی
که زما د مرگ عذاب شته
دچا می مې په کار نه دي
چې مې خپل لب لباب شته
دروغجن يم که دا شعر
دميرزا په درست کتاب شته
دا غزل چې خوشال ووی
نن يې چا څخه ځواب شته؟