غزل
لکه زلفې د هغو چې سودا ستا وي
Khushal Khan Khattakلکه زلفې د هغو چې سودا ستا وي
بويه دا چې يې سرونه تر پا ستا وي
که د سبر ونه لاف کا ستا تر قده
بويه دا چې دا په قدر و بالا ستا وي
هغه زړه چې تا ويشتلی ، زه هغه دی
تا ويشتلی زړه به تل په هوا ستا وي
په خاطر کې به يې ځای د نور څه نه وي
په هغه زړه چې هوا تمنا ستا وي
کله وي چې ستا له لاسه چاته ژاړم
که هر څو بېحده جور په ما ستا وي
که په سل رنگه زېبا د چمن گل دی
دی به څه رنگه په رنگ د لقا ستا وي
دخوشال غوندې به مست گرځي په ميو
چې هوا د برندو سترگو دچا ستا وي