غزل

لاله گل يې تر جمال پورې بدرنگ دی

Khushal Khan Khattak

لاله گل يې تر جمال پورې بدرنگ دی

دزلفينو يې دچين له مښکو ننگ دی

تورې وروځې يې ليندې باڼه يې غشي

د عاشق تر زړه يې تللی هر خدنگ دی

دواړه سترگې يې په تن تورې بلا شوې

همېشه يې دعاشق له دله جنگ دی

ته به وايې حبشې شکرې پېري

هغه خال يې چې د دوو شونډو تر څنگ دی

تجلی يې دجمال لکه مشال شوه

خوار عاشق په دا جمال باندې پتنگ دی

چې له غوږو يې مقصود مومي لښتۍ ده

چې له پوزې يې مراد مومي لونگ دی

په ښايست کې يې تقصير د صورت نشته

خو يو دغه عيب لري چې په زړه سنگ دی

د هر چا په خپل غرض پسې کوشش دی

د خوشال يې په جمال پسې اهنگ دی