غزل لاړم قلندر شوم دا مې احوال دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لاړم قلندر شوم دا مې احوال دی مات کچکول په لاس کې، بل مې کند ددنيا مالدی 02 وران وگړي گوره په څو کلپ کارونه کاندي واړه اقبال غواړي، ولې لا بقا اقبال دی 03 زه تر هغه ځار شم چې يې دا کړه تر ځان ځاره ځار تر ما هغه شه چې ځار شوی تر مثقال دی 04 هيڅ په منځ کې نشته په خالي دکان غوغا ده ما چې فکر وکړ واړه وهم، خوب وخيال دی 05 يو په گور کې ښخ کا بل په کور کې نه کا فکر درې ورځې ماتم وي، څلورمه ورځ بل حال دی 06 ما خو لاس په غوږ کړل، ځنې تښتم که خلاصېږم خلق پرې خوارېږي خدايه څه عظيم جنجال دی 07 نور عالم به څه کړې، د خپل ځان په خلاصۍ مټ کړه! لاندې يې خوشاله! دا يو څه د بلا جال دی Dictionary meaning × Headword