نظم
لگر د ښارونيو په سيل گډ شو
Khushal Khan Khattakلگر د ښارونيو په سيل گډ شو
له هيبته يې درست سيل شو تار په تار
ټپوس له بله لوريه را پيدا شو
په يوه باندې ده هم وکړ گوزار
خوشال خټک حيران شو ورته پاتو
چې يې وليده دا هسې رنگه کار
په څنگ کې يو هوښيار سړی ولاړ و
دا خبره ورته وکړه غه هوښيار
چې هيڅ ورته حيران مه شه خوشاله
تل په مات لښکر سوپری کاندي گوزار