غزل لېوني سره به څه کړې نور تدبير Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لېوني سره به څه کړې نور تدبير لېوني لره زندان بويه زنځير 02 د ما زړه يې په خلقه د زلفو يووړ لکه لوی ماهي په شست د ماهي گير 03 که خوښي ده په جهان کې، د ليدو ده نه خوښي د بادشاهيه د سرير 04 چې يوسف يې د کنعان له څاهه وکېښ په نېک بخت ستوري زوولی و بشير 05 د شکرو په دکان هندو بچه دی که تور خال دی ستا په سرو شونډو جای گير 06 د بهار په وخت په بوږ د سرای گرځه نه په بوږه د کابل او د کشمير 07 د لنډي اوبه هغه گڼه خوشاله! چې يادېږي په جنت کې جوی د شير Dictionary meaning × Headword