غزل لکه غشي لره بويه تير انداز Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لکه غشي لره بويه تير انداز هسې شعر لره بويه سحر ساز 02 همېشه د زړه په لاس تله د وزن زيات و کم د وزن يو توری غماز 03 په تور اس د حقيقت ناوې سوره کا په سپين مخ پلو نيولی د مجاز 04 سل جلوې، سل کرشمې، سل مکېزونه په نظر کې يې ښکاره د سترګو ناز 05 د صنعت زېور په څو رنګه پرېوځي د تشبيه چندڼ، چووه باندې طراز 06 د تجنيس پايلې جوړې په پښو کړې د ترصيح منی په غاړه اوږد، دراز 07 د مضمون نزاکت غمزه ورڅخه سر تر پا درست صورت سره يو راز 08 که په نظم کې کارغه او ټپوس راوړي هم د زړونو په ښکار ګرځي لکه باز 09 چې يوه وينا يې وکړه هوښيار هغه عاقلان به ويل کاندي په ايجاز 10 و پښتو ژبې يې ډېره خوبي ورکړه چې خوشال کړ په پښتو شعر اغاز Dictionary meaning × Headword