غزل لور په لور مې په جهان گرېوان پاره شو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لور په لور مې په جهان گرېوان پاره شو کور په کور مې د رنديې کار ښکاره شو 02 چې مې پټه په لستوڼي کې نوشله د هغې پيالې جهان په ننداره شو 03 دا څه زړه نه دی چې اوسمهر په ما کا راته نرم هغه سخت سنگ خاره شو 04 چې دعمر څه مايه، تر واړو تېر شوم د خوښيې ملک زما په اجاره شو 05 اوس به کوم ارمان کوم، سوبه مې وشوه چې رقيب د يار له دره اواره شو 06 د هغه قدر لرم، ترې به ځارېږم چې په غم کې چاره جوی د بېچاره شو 07 اوده بخت وته مې ډېرې نارې وکړې ويښ له خوبه په ورستۍ نرۍ ناره شو 08 جدايي ورځنې مرگ دی، سړی ومري د بتانو وصل عمر دوباره شو 09 که خپل ځان هوښيار وي، هوښيار به نه شي اوس خوشال د لېونيو په شماره شو Dictionary meaning × Headword