نظم

لقوه باد

Khushal Khan Khattak

چې د چا باد لقوه شي

مخ يې کوږ خوله يې کږه شي

د بيمار ساتنه بويه

گرم ځای تاريک ای زويه

اغوستن دې د پوستين وي

او خوراک دې يې انگبين وي

تل دې گرمه غذا خورينه

څو شفا يې حاصل شينه

درست جايفل دې په غاښ نسي

د خدای فضل ته دې کسي