غزل
ما بې دوده توسني کړه، منجېدلم
Khushal Khan Khattakما بې دوده توسني کړه، منجېدلم
عاقبت يې په کمند وڅکېړلم
وړاندې، وروستو يې را واچول بندونه
په اخور يې کيزه کړی وتړلم
هغه ډيچې، هغه ترنډې له ما لاړې
چې به خوشې په جلگو کې گرځېدلم
رياضت يې د مولا راباندې کښېښ
رنگ په رنگ يې په جلب وپوهولم
چې مې لاس دچا تر شا نه و راغلی
اوس په خپله شا په خپله زين اخلم
د سورلۍ هنر يې وښايه و ما ته
په تيمار او په راتب يې وساتلم
ورځ و شپه مې د تپاک خبر اخلي
که خوراک خورم که ولاړ وم که څملم
هم يې نوم د ډېرې مينې په ما کښېښ
هم يې زه په خپله نخښه وداغلم
چې تمام هنر مې واړه ورمعلوم شو
خپل څښتن په خپله ژبه وستايلم
بېهوده ځغاستنه واړه له ما لاړه
چې په هر لوري يې حکم هورې ځغلم
چې په ما به يې نظر په حقارت کړ
هغو واړو په هنر کې وپسندلم
اوس مې قدر يو په سله، يو په زر دی
چې اول په څو درمه پېرېدلم
اوس په هر توکي خوشال خورسند خرم يم
په خپل قدر، په قيمت وپوهېدلم