غزل
ما چې وکوت د دنيا خلک مختوری
Khushal Khan Khattakما چې وکوت د دنيا خلک مختوری
قابو چي دي، واړه گوري پيتاو، سيوری
چې يې څه د دنيا سود څه يې فايده وي
د خپل زړه په يرغ نيسي هغه لوری
خپل يې لا په بدۍ پاڅي تر پرديو
خودې خدای دبدو نه کا د چا ستوری
يا د لېچو زور په کار دی، يا د زرو
خوار هغه شو چې په دواړو وي کمزوری
سر تر پايه منافق واړه بد بوی دی
که په سر يې سپين منديل دی لکه اوری
کال په کال چې ورته وگورم نور نه شو
د لاله د زړه په داغ ختلی غوری
د ناپوه بخره ښادي، د هوښيار غم ده
څوک به وران کا د ازل د قلم توری
د يوه گوله په خوله د بل په زړه کې
په حساب لکه گډوری شو دوه موری
غل بې غمه ننداه کاندي خوشاله١
په تهمت تړلی ساد درومي سر توری