نظم
ما د خپل بابا هډونه په مړو پټ کړ
Khushal Khan Khattakما د خپل بابا هډونه په مړو پټ کړ
په هر هډ به يې شل شل وي ما غوښتلي
که د چا له لاسه ومرم گومان مه کړه
چې بهرام سدو به روغ کا د چا څلي
چې نه ننگ نه يې غيرت په دا حيران شوم
چې خدای څه لره پيدا کړل دا غوولي
چې حيات په دنيا گرځي هم اموات دي
د ژونديو نه مړه لږ نه دي زوولي