غزل
ما د شېخ او د ملا حکايت نه زده
Khushal Khan Khattakما د شېخ او د ملا حکايت نه زده
ما بې ميه، نيه بل روايت نه زده
چې يې نوم د عاشقانو په شماره شو
دا هم ښه که بوالهوس محبت نه زده
ته چې هسې په چمن کې چمان کېږې
سبره! تا زما د يار په قامت نه زده
عام عالم وته په خپله ځان نادان کړم
هسې مه وايه چې ما کنايت نه زده
د دروېش په زړه کې درست قرآن مرقوم دی
که په خوله يې د عربو لغت نه زده
وايي تا سره مې نيت دی دياريه
هسې هيښ يم، گڼه! ما په تش نيت نه زده
نادان يار به صدقه تر هوښيار يار کړم
نادان يار د اشناييه قيمت نه زده
عاقلانو څخه څو رنگه حکمت دی
لېونيو يو د عقل حکمت نه زده
و عاشق ته نصيحت مه کړه ناصحه!
خود پوهېږي چې عاشق نصيحت نه زده
د خدمت له نتېجې نه چې محروم شوم
زه لايق نه يم، که تا عنايت نه زده
چې بې سته مېلمه کېږي هغه زه يم
که اشنا مې د هندو غوندې ست نه زده
زاهدان چې نمونځ روژه کا جنت غواړي
ما خوشال د مزدور به طاعت نه زده