غزل

ما خوب ليده په خدای ږو، چې زه ته سره پخلا يو

Khushal Khan Khattak

ما خوب ليده په خدای ږو، چې زه ته سره پخلا يو

خوږې، خوږې خبرې، د زړه حال و بله وايو

ما څخه کتاب دی، په کې واړه غزلونه

تا څخه مينا ده، دگلزار په تماشا يو

لاس تر لاس نيولي، سره گرځو، کښېنو، پاڅو

خپله خوشالي، هوا، هوس کړو په خندا يو