غزل
مه وله ښیښه په کاڼو مه وله
Pir Mohammad Karwanدا پاکه کعبه په کاڼو مه وله
تږې پاتی تږې دې زاهده پام
ډکه میکده په کاڼو مه وله
څله یې یزدان ته په سلګو لیږې
ښکلی پرښته په کاڼو مه وله
جام کې دې دوینو رنګ ګډ کړی دې
ای ساقې ! توبه په کاڼو مه وله
خدای په غزلیو ګوتو جوړه ده
پوه شه دردانه په کاڼو مه وله
پریږده چه دژوند بورا پری وناڅې
دادګل غنچه په کاڼو مه وله
چیر ته به کاروان دپتنګانوځې?
مړه به شې ډیوه په کاڼو مه وله