غزل

مه وله ښیښه په کاڼو مه وله

پیر محمد کاروان

دا پاکه کعبه په کاڼو مه وله

تږې پاتی تږې دې زاهده پام

ډکه میکده په کاڼو مه وله

څله یې یزدان ته په سلګو لیږې

ښکلی پرښته په کاڼو مه وله

جام کې دې دوینو رنګ ګډ کړی دې

ای ساقې ! توبه په کاڼو مه وله

خدای په غزلیو ګوتو جوړه ده

پوه شه دردانه په کاڼو مه وله

پریږده چه دژوند بورا پری وناڅې

دادګل غنچه په کاڼو مه وله

چیر ته به کاروان دپتنګانوځې?

مړه به شې ډیوه په کاڼو مه وله