غزل ما په شبګير تا په خوبو تېره کړه Khatir Afridi Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما په شبګير تا په خوبو تېره کړه شپه مې سپوږمۍ ته په ګيلو تېره کړه 02 څه که رانغلې شمه رويه آشنا اوښکو مې شپه په ورېدو تېره کړه 03 ما خو ليدلي چې خبر نه وي څوک د مخ لمبه دې په هغو تېره کړه 04 مينه دا ستا له ما نور څه سوزوي هسې لمبه دې په ايرو تېره کړه 05 نن دې ګلفامه پورې ونه خندل ورځ مې د اوښکو په شېبو تېره کړه 06 زما او ستا خو بله نه رادرومي دا افسانه دې په وعدو تېره کړه 07 څومره موده وشوه چې تله کړې له ما دا لږه مينه په راتلو تېره کړه 08 تندې وهلی ستا د، لبو خاطر شپه د هجران يې په سلګو تېره کړه Dictionary meaning × Headword