غزل ما په شبګير تا په خوبو تېره کړه خاطر افریدي د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ما په شبګير تا په خوبو تېره کړه شپه مې سپوږمۍ ته په ګيلو تېره کړه 02 څه که رانغلې شمه رويه آشنا اوښکو مې شپه په ورېدو تېره کړه 03 ما خو ليدلي چې خبر نه وي څوک د مخ لمبه دې په هغو تېره کړه 04 مينه دا ستا له ما نور څه سوزوي هسې لمبه دې په ايرو تېره کړه 05 نن دې ګلفامه پورې ونه خندل ورځ مې د اوښکو په شېبو تېره کړه 06 زما او ستا خو بله نه رادرومي دا افسانه دې په وعدو تېره کړه 07 څومره موده وشوه چې تله کړې له ما دا لږه مينه په راتلو تېره کړه 08 تندې وهلی ستا د، لبو خاطر شپه د هجران يې په سلګو تېره کړه د قاموس مانا × اصلي کلمه