غزل

ما په ننگ د پښتانه ځوانان قربان کړل

Khushal Khan Khattak

ما په ننگ د پښتانه ځوانان قربان کړل

بيا مې غوره غوره جمع ښه ځوانان کړل

د سړي د لاسه مړه وای څه به ښه وو

لېوني کوټه سپي مړه هغه شېران کړل

هومره کوټې، کوټې، کوټې ارمانونه

هر نفس ځي په ارمان، ارمان، ارمان کړل

په يوه ساعت ښادي، په بل غمونه

په لحظه لحظه نورېږي د اسمان کړل

چې په شپه راسره ټول وو په زرگونه

په سبا يې له ما واړه ځان په ځان کړل

ځينې مړه، ځينې ژوندي له ما جدا شول

زه جدا په غاړه غرونو، په ارمان کړل

چې شاهان، ځوانان مې ومړل هاله مرد يم

که د هر يوه مې ساري سل ډمان کړل

يو مهلت د عمر، بل مدد د بخت وي

په دښمن باندې مې وشوی په دا شان کړل

لوی يې قتل، هلک بند، شهرونه سوي

مال اولجه بنديان دي کل واړه جهان کړل

چې نوښهر مې واهه، کوهاټ مې پرېښود

لا هاله زما دا کړل وو د نادان کړل

چې بد اصل سره ښه کا، کله ښه کا

د موزي سره څه سود دی د احسان کړل

سږ خو دا په خوشال وشوه بيا تر کاله

گوره څه رنگه ښکاره شي د سبحان کړل