غزل
ما په ځان ليدلی حکم د کتاب دی
Khushal Khan Khattakما په ځان ليدلی حکم د کتاب دی
د احمق ځواب، ځواب، هم نه ځواب
بې هنر، چې هيڅ هنر ورڅخه نه وي
له هغه سره صحبت د روح عذاب دی
چې د پلار په رنگ و خوی نه وي زوولی
هغه زويه بېگانه د بل انساب دی
له فاسدې نطفې هيڅوک پيدا مه شه
که اولاد د پيغمبر دی، هم خراب دی
څو چې آب وي د جوهر قيمت يې هومره
نا صفا جوهر به څه کړې چې بې آب دی
په گني کې چې لذت د گني نه وي
د ځنگله د خالي نی سره حساب دی
د داناؤ کانا کار څه نورڅه نه دی
حکايت د شنه توتي او د غراب دی
خدايه! ته مې په هر لور په چېرته بيايې
تا وماته اچولی دا طناب دی
چی همت په کې تر ځان په هورته پرېووت
په ذره کې طلب ځکه د افتاب دی
په هوډونو کې به ومرم، هم به پايم
په پيرۍ کې مې چې جهل د شباب دی
زه هم اوس په مصلحت درته تيار يم
مرگه! ستا که څه و ما وته شتاب دی
د خوشال خټک دحال پوښتنه څه کړې
دوښو په اور يې ننه زړه کباب دی