غزل ما پټ در په گوگل کې همېشه اسرار د زړه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما پټ در په گوگل کې همېشه اسرار د زړه اخر يې خوناب وکړ په هر لور پرهار د زړه 02 له پښې اغزی مشکل دی په حکمت له تلي خيژي دانا طبيب بايده دی چې وکاږي خار دزړه 03 د نورو توانگري که د دنيا په سيم و زر شي په دا به توانگر نه شي بې ديدنه خواره د زړه 04 د شونډو دارو ور کړه، که يې ته په رغول يې په سترگو يې علاج کړې خود به مري بيمار د زړه 05 که ښه دی، هغه زړه دی چې مين په هيچا نه دی چې يو ځله مين شي نور تر تلو زار د زړه 06 غمجن په ډار د هجر خوښ د وصل په اميد کې په اور او په اوبه کې کړ خدای څه روزگار د زړه 07 د يار مهر تر ما راغی زما مهر تر ياره رښتيا ده دا خبره چې د زړه ده لا دزړه 08 چې خپل اختيار يې ټول د خپل اشنا په لاسو ورکړ رحمت يې په دا کارشه، خوهم دا دی کار دزړه 09 خوشال خسته به اوس د خاطر راز وچاته وايي چې لاړ ورته يې شا کړه دماغي ښه يار د زړه Dictionary meaning × Headword