غزل

ما څه شونډې، غاښ د هغه يار نه دي ستايلي

Khushal Khan Khattak

ما څه شونډې، غاښ د هغه يار نه دي ستايلي

راشه که يې گورې لعل و دُر مې دي پېيلي

هر چې عاشقي کا خوب خندا باندې حرام شي

نور عالم به څه کړې ما په ځان دي ازمايلي

ځينې عاشقان هوا هوس کا په وصال کې

څوک جدا له ياره په آه آه کې زېړ زبېښلي

يو مزی ويښته په طريقت کې لوی حجاب دی

ځکه قلندر ږيره، برېتونه دي خرېيلي

ما په دا جهان کې بل استاد نه دی ليدلی

پير، مرشد مې عشق دی واړه عشق دي راښيلي

سل سړبني دي تر دا يو غز ل ځارېږه

نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشال ويلې