غزل

مخ دی په پلو کې که څراغ دی چې بلېږي

Khushal Khan Khattak

مخ دی په پلو کې که څراغ دی چې بلېږي

خوله ده چې ويل کا، که شکرې دي تلېږي

سترگې دي، که وروځې، که په څو کې تير انداز دي

شونډئ دي، که غاښ دي، که دا لعل، دُر ځلېږي

زړه دی په گوگل کې، که يو کاڼی په سپين زر کې

قد دی، که شمشاد دی چې تازه نوی ځلېږي

مهر خندا پرېږده د دلبرو، درته وايم

تش خالي کاته يې هم په هيچا نه چلېږي

چا يې چې په غولي باندې ايښی چېرې پل دی

بيا چې ځنې درومي په ځای پاتو شي، شلېږي

تا ويشتلي گوره چې جدا له نوره خلکه

سرې سترگې اوښتې په ژړا ژړا نخولېږي

ستغ لري، هم ځوړ لري د غره غوندې سينه مې

تل باندې د اوښکو کاروانونه دي چلېږي

څه حساب، شماره کړې چې په سر گرځي دا ژرنده

څو عالم يې دل کړ لا به څو عالم دلېږي

لاف به مېړه نه کا، که يې چېرې تر خولې ووت

بيا که نور ويل کا، نور دده ږيره کلېږي

هيچا يې صفت د مخ، د مو تر سره نه کړ

سل دې سخندان په ورځ وشپه سره للېږي

زه خوشال پښتون چې په پښتو په پارسي طاق يم

لا مې په پښتو ژبه کې ژبه درغلېږي