غزل مخ ته دې که نمر وايم دنمر زلفې تار تار نشته Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مخ ته دې که نمر وايم دنمر زلفې تار تار نشته سروې که ستا قدم بولم د سروې يون رفتار نشته 02 هر څوک چې دې ستا و آتشين رخسار ته گل وايي پوچ وايي د اور په مخ کې وقر د گلزار نشته 03 زلفې دې ناحقه څوک سنبل بولي دلبره ولې چې د مښکو سره هېڅ د گياه کار نشته 04 ما چې غږ په غوږو ستا د در د سپيو واورېد هسې رنگ بلبل هېڅ په چمن کې خوش گفتار نشته 05 ستا ديدن هغه کا چې يې سر په تنه پاس نه وي ولې چې د سر د څښتن حورو وته لار نشته 06 يار به د رقيب په لوري خدای نه کا رحمانه ! سم ځکه چې د سپيو فرښتو سره څه کار نشته Dictionary meaning × Headword