غزل

مخ ته دې که نمر وايم دنمر زلفې تار تار نشته

رحمان بابا

مخ ته دې که نمر وايم دنمر زلفې تار تار نشته

سروې که ستا قدم بولم د سروې يون رفتار نشته

هر څوک چې دې ستا و آتشين رخسار ته گل وايي

پوچ وايي د اور په مخ کې وقر د گلزار نشته

زلفې دې ناحقه څوک سنبل بولي دلبره

ولې چې د مښکو سره هېڅ د گياه کار نشته

ما چې غږ په غوږو ستا د در د سپيو واورېد

هسې رنگ بلبل هېڅ په چمن کې خوش گفتار نشته

ستا ديدن هغه کا چې يې سر په تنه پاس نه وي

ولې چې د سر د څښتن حورو وته لار نشته

يار به د رقيب په لوري خدای نه کا رحمانه ! سم

ځکه چې د سپيو فرښتو سره څه کار نشته