غزل

مخ يې فکر د نسرين را څخه يووړ

Khushal Khan Khattak

مخ يې فکر د نسرين را څخه يووړ

خط و خال يې مشک چين را څخه يووړ

د ترسا زلفې زنار شوې را تر غاړه

شکر، شکر چې يې دين را څخه يووړ

بې د يار د شونډو تل چې يادوم يې

مينې نور، ذکر تلقين راڅخه يووړ

درسته شپه ژړا، نارې، آه و فرياد کړم

بيا يې خوب په څه آيين را څخه يووړ

چې رقيب وته ښکنځل کا زه کباب شم

چې مگس شهد شېرين را څخه يووړ

دواړه سترگې يې شاهين، شهپر يې زلفې

زما زړه کوتر، شاهين را څخه يووړ

په راتله يې درست آرام را لره راوړ

او په تله يې درست تسکين را څخه يووړ

دچمن گلونه کوز گورې، دا وايي

چې دلبرې هر تحسين را څخه يووړ

چې مې زړه وړي ما وی پاسه په اسمان ده

ولې ترکې په زمين را څخه يووړ

زه هاله د عافيت ناوې قبول کړم

چې هوس يې په کابين را څخه يووړ

تل اوبه په نري ځای باندې ماتېږي

عقل و هوش يې نخستين را څخه يووړ

هغه ورځ مې زړه له خپله ځانه موړ شو

چې له لاسه دل سنگين را څخه يووړ

چې دعا زما د صبر کا وگړي

عشق ددې دعا آمين را څخه يووړ

ماوې زه به يې لا فکر د علاج کړم

ولې خوار خوشال زړه خوړين را څخه يووړ