غزل مخ يې را څرگند کړ وي يې هسې رنگ افتاب وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مخ يې را څرگند کړ وي يې هسې رنگ افتاب وي؟ زلفې يې نمود کړې وې يې هسې مښک ناب وي؟ 02 وی مې چې ای عمره په شتاب له مانه مه ځه! وی يې که دې عمر يم، د عمر تله شتاب وي 03 هسې يې بې ابه د گلابو تر گل مخ شو زر منه که وسيځې حرام که پکې آب وي 04 هجر مې وژلو ته تيار دی که خوله راکړې١ هجر به هلاک شي زه به خلاص شم، ستا ثواب وي 05 مرم د عشق له لاسه نه د مستې په غمزه مرم کار تېره چاړه کا لاس او زړه خو د قصاب وي 06 هر چې ته يې وليدې، په تا يې زړه بای نه کړ زه وايم سړي نه دي هغه به هم دواب وي 07 نن، گانده هر گوره په آزار د زړونو مټ کړې هسې فکر نه کړې چې آزار د زړه عذاب وي 08 نور به دخپل يار سره څرگند مهر آغاز کړم څو به مې له خپلو له پرديو تل حجاب وي 09 ستا دا بې نظير جمال چې وويني په ده کې تر زر سهر خېزيو ښه خوشال ته هغه خواب وي Dictionary meaning × Headword