نظم

مخمس

Khushal Khan Khattak

د ورور، وروري څرگنده شي په دا

چې ورور يې په وروۍ کې جفا هم گڼي وفا

چې ورور کا په ورورۍ کې له ورور سره خطا

د وروريې هغه هومره وي په ورور باندې عطا

هنر د ځوان مردۍ په دا کار کې دې فنا ـ

د ما کره زوولي خدای راکړي زويه ډېر وي

تر دېرشو به ژوندي، مړه به لا څه تېروبېر وي

يو هسې پيدا نه شو چې دخپل نيکه په څېر وي

په صدق په وفا شهره په جود و په شمشېر وي

په خپل گومان کې هر يو خپل ځان بولي بې همتا ـ

اشرف د واړو مشر دولت ورغی په کور کې

په خپله کم عقليې واړه واچاوه په اورکې

په بنده د مغول بند شو قام يې ډوب کړ په پېغور کې

بهرام يې په ځای ناست دی درست عالم په شروشور کې

خاني هوا هوس کا نه يې شرم نه حيا ـ

يو څو ور څخه نور دي هم له ما نه پيدا شوي

ثنا صفت يې څو کړم درد يې مه وه تل دې ژوي

دده غوندې به نه وي پرې رويه په جهان کې

پري رويه به څه کړې کوټه سپی به هسې نه وي

نابود ناکس د واړو سر حلقه پکې پولا ـ

د ما سره يو څو دي خدای همه لا بلا ژغوره

په سر کې عابد خان دی راشه حال وته يې گوره

که ږغ يې دی دتورې نور بلا دی تکه توره

که سيند ورشي د وړاندې چې چپې يې ځي له زوره

سر گم به په کې گډ شي نه شناځ نه يې شنا ـ

په دوه خويونه گوره نور به څه گورې فرزند

چې شرم يې د سترگو وي په زړه کې نيسي پند

په دا دواړه خويونه به په کام شي بهرمند

په خلکو به يې نوم د نېکناميې شي څرگند

که دا دواړه يې نه وي پرې دې سازه شي بلا ـ

چې زويه ناخلف شي ويې مه وينې په سترگې

ښه لور زوولې ښه ده چې ترې وينې چار بزرگې

يو باز په کور کې ښه دی چې تارو وهي د درگې

نه لون لون روغې په زرگونو ډېرې چرگې

دولت په کور کې ښه دی چې ښه زويه شي پيدا ـ

په پند په نصيحت مې چاته ونکړ تقصير

چې خدای يې کار نه کا سړی څه کا په تدبير

زما تدبير زنځير دی مست هاتي دخدای تقدير

ښکاره ده دا خبره مست هاتي شلوي زنځير

تقدير ته مې کاته دي تدبير پاتو دی له ما ـ

خوشال خټک اوس زوړ شو تر اوياو تېر شو کال

د خپل اولاد د لاسه گرفتار شو په جنجال

اولادو ته يې پرېښ که يې ملک و که يې مال

عزت ايمان يې ژغوره پخپل فضل ذوالجلال

په هيڅ يې نظر نه دي غواړي اوس له خدايه دا ـ

گوره موږ به څه شو هيڅ خبر نه يو له حاله

ورځ او شپه چې درومي خالي نه يو له جنجاله

موږ به په مرگ ومرو که مو عمر شي زرکاله

گوره لره به ورشو ډک لړلي له وباله

بله تکيه نشته خو هم ستا ده ذوالجلاله! ـ

شي د مرگ له لاسه په هر لوري توپانونه

درومي په ساعت کې د کالونو سامانونه

پاتې شي په زړه کې په زرگونو ارمانونه

کاڼي يو که څه يو بلا سخت لرو ځانونه

حال مو بدل نه شي نه څه کم له خپله خياله ـ

کله خيال د پولو د پټيو دباغونو

کله خيال د دښتو دالگډيو د راغونو

کله خيال د زرو دگوهرو دلالونو

کله خيال د عيش و عشرت د باغونو

کله خيال دښکليو د جمال له خط و خاله ـ

لږ خيالونه دي که يې وايم په زرگونه

هرزمان رازېږي واړه ستا له اندرونه

ورځ او شپه پرې درومي دخيالونو کاروانونه

هم په بيدارۍ هم په شپه ويني خوبونه

ستا ده د زړه مينه په خيالونو مالا ماله ـ

کله کوز په مځکه کله پاس په اسمان شي

کله گدای کله ځان لره سلطان شي

کله شېخۍ واخلي په حلقه د دروېشان شي

کله دانشمند ملا دانا د درست جهان شي

سر شي په ويلو په څو رنگه قيل و قاله ـ

څو رنگه ستاينه د خپل علم کړي آغازه

هم له خپله علمه هم له زهده له نمازه

ته که غليواز يې خپسر واړه کړې تر بازه

نورې بازي څه دي بازي خدای سره انبازه

شرم حيا نه کړي نه نادم شي له افعاله ـ

مار وي هغه علم چې په تن دچا لگېږي

يار وي هغه علم چې و زړه وته رسېږي

درست تحصيل حاصل کړه چې خصلت دی نه بدلېږي

خر يې کتابونه په تا لښلي روانېږي

هيڅ دی هغه علم چې خالي دی له اعماله ـ

کله دروېشان دي چې دخدای په نامه غواړي

در په در جاروځي لکه خرونه هسې ناړي

هيڅ پوښتنه نه کا چې څه مومي واړه نغاړي

کور ته چې څه يوسي په خندا خندا ووياړي

تش خالي چې ورشي خوب يې نه کېږي په ساله ـ

ښه سړی هغه دی چې ځان کم گڼي تر بله

مکر دروغ نه کا په رښتيا کې وي هر کله

چار چې باندې ورشي بله لا ښه کا تر خپله

شکر په نعمت کا په بلاصبر تر تله

زړه يې خالي نه وي همېشه له اشتغاله ـ

عقل اسماني دی ته يې مه غواړه په مځکه

ځای د کومې راغی په حکيم په پنډت ځکه

خپله پوهه واړه شريعت وته کړه ورکه

سپک به شي بې شکه څوک چې شرع گوري سپکه

لار د شريعت ده بې آفته بې زواله ـ

څو رنگه عالم دی خوښ خرم په خپل روزگار کې

هر چاته چې گورم واړه ښخ دي په خپل کار کې

واړه خپل مراد غواړي په صبر په تلوار کې

سود گوري مقصود گوري په هره هره چار کي

واړه خپل قسمت خوري د دنيا له ملکه و ماله ـ

ولې کناس نه دي چې مالک د زرو پول شي

کبر، لويي واخلي عجب خيال باندې نزول شي

دی که ناقبول دی په هر چا باندې قبول شي

کله يې نظر د چا په فرع په اصول شي

څه به درته وايم زه د زرو له احواله ـ

خداېږو که خبر وم چې دا زر هسې بلا دي

اوس چې پرې خبر شوم راته بد تر اول لا دي

ځکه راته بد شول چې د هر سفله تر ملا دي

مخ د هغه تور شه چې په زرو مبتلا دي

نام لره په کار دي که نه کم دي تر سفاله ـ

پاک دي که ناپاک دي دخپل ځان ثنا صفت کا

خوښ له خپله ځانه په خپل کار کې فراغت کا

هيڅوک محتاج نه دي چې به غوږ په نصيحت کا

خپل غرض ته گوري کار دزړه په مصاحت کا

ولې فضولي کړې دم په خود اوسه خوشاله! ـ