نظم

منقبت عثمان (رض)

Khushal Khan Khattak

يا ثنا کړئ له سبحانه

يا ثنا کړئ له عثمانه

جدا کار لکه دده و

په اصحاب کې د بل نه و

يو دوه ناوې بزرگې جونه

ورغلې د نبي لوڼه

بل دريم خليفه دی و

چې هر گوره فرخ پی و

بل شهيد شه په ناحقه

روڼ مخ ورغی تر حقه

هم يې شرم و هم درم

هم يې جود درلود هم ورم

ده قرآن دی جمعه کړی

ده تنزيل علم راوړی

په هر چا باندې يې خيال و

هر اصحاب له ده خوشال و

چې له ده به يې ښه نه کړه

له هغو به ده ډېر ښه کړه

عبادت کې شب و روز و

متفق کف شفق روز و

دی ثابت په قرائت و

دپاک رب په قرابت و

اقارب يې عقارب شول

په کشتن دده راغب شول

دی د دوی په سر کې برگ وو

اقارب دده په مرگ وو

دده زړه له مکره خلاص و

که مکار و عمرو عاص و

چې يې غم په مخ کې گډ شه

واړه خلق سره گډوډ شه

عمرو عاص په مکارۍ

په ملک گډې کړې خوارۍ

په شامت د شامتيانو

عثمان ووژۍ خوېښانو

چې ثالت خليفه مړ شه

د فتنو بيرق په لوړ شه

دا بيرق د اميه و

و ددې بې حميه و

که بصره په وينو سره شوه

که په شامم کې غلغله شوه

دا ددې پېښې اثر و

چې دمځکې مخ احمر و