غزل
مار که هر څو پېچ و خم ځي
Khushal Khan Khattakمار که هر څو پېچ و خم ځي
خپلې سوړي لره سم ځي
د غفلت له خوبه ويښ شه!
شېرين عمر دم په دم ځي
مرگ به هيڅ سړی پرې نه ږدي
وار په وار به درست عالم ځي
بې دليله به ځان ورک کا
مسافر چې په تورتم ځي
د پښو وار يې خطا کېږي
چې قاضي لره څوک گرم ځي
که قضا و ته تسليم شي
هم په دا له دله غم ځي
د دوزخ د اور علاج کا
چې سهر تر سترگو نم ځي
هغه عمر لکه باد دی
چې په غم د بېش و کم ځي
چې تور مښک دې حبطه کړل
په کافورو څه ستم ځي
چې نه پول لري نه پوله
هغه هر چېرته خرم ځي
منډ يې مه پرېږده خوشاله
که دې سر لکه قلم ځي