غزل
مرد به نه شي په گفتار
Khushal Khan Khattakمرد به نه شي په گفتار
څو پيدا نه کړې کردار
چې دې وښکنځي، مرد نه يي
که له تانه وي په ډار
چې څه دی خو انتقام دی
د مردانو کار او بار
عفوه هور ته ځای لرينه
چې نه عيب وي نه عار
چې عزت ور څخه نه وي
هغه مرد نه دی په کار
هم مهره لري هم زهر
ښه مردان دي لکه مار
چې هم تندر، هم باران دي
تر هغو مردانو ځار
مرد به غم د خپل هنر کا
نه د زر نه، د دينار
مرد به غم کا د خپل شرم
د عزت، د اعتبار
نامرد فخر په نسب کا
مرد نه مور لري، نه پلار
د خوشال خبرې گوره
لعل و دُر پېيي په تار