غزل

مرد هغه چې همت پاک، برکت ناک

Khushal Khan Khattak

مرد هغه چې همت پاک، برکت ناک

له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک

مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد

نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک

لږ ويل، ډېر يې کول په خاموشۍ کې

د غونچې غوندې خوله ډکه، سينه چاک

چې خبره د پستۍ، د بلندۍ شي

په لويۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک

په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې

په هر لور څانگې ږنگورې لکه تاک

لکه گل شگفته روی تازه په باغ کې

همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک

چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم

چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک