نظم

مسلمان سړی به څه لره دروغ کا

Khushal Khan Khattak

مسلمان سړی به څه لره دروغ کا

چې په کفر کې دروغ دي هم ناروغ

که سرځي که دې مال ځي دروغ مه کړه

اعتبار د سړي لاړ شي په دروغ

دروغجن که په دروغو په تخت کښېني

هم به نه درومي دده په مخ فروغ

چېرې هم دده په مخ کې روښنايي ځي

اورنگ زېب چې په دروغ بلند کړ توغ