غزل
مشک افشانه په کاکل يې
Khushal Khan Khattakمشک افشانه په کاکل يې
عنبر بېزه په سنبل يې
چې و مخ وته دې گورم
په مخ درسته لکه گل يې
تنگه خوله دې غونچه گل ده
په لبانو لکه مل يې
په رفتار کې لکه زرکه
په گفتار لکه بلبل يې
پښتنه يې په بد جهل
ستمگره تر مغول يې
په دا تورو شهلا سترگو
هم شاهين، هم يې منگول يې
څو خوبيه دجهان دي
آراسته په واړه کل يې
لکه سبر په چمن کې
په قامت په تجمل يې
دخوشال و مرگ ته ناسته
په غمزه په تغافل يې