نظم
مشران ځان او کورنۍ
Khushal Khan Khattakراشه واوره دا داستان
نېک و بد په کې بيان
هم عبرت هم نصيحت دی
پرې دې پوه شي دانايان
زه خوشال د شهباز خان يم
چې تورزن يم کان په کان
شهباز خان د يحيی خان و
چې بل نه وهسې ځوان
يحيی خان د اکوړي و
چې په توره شو سلطان
هم په توره مېړنی و
تير انداز و شخ کمان
چې غليم به يې پيدا شو
زر يې ځای و گورستان
هم يې تېغ وهم يې دېگ و
هم يې خلق و هم احسان
په هغه ستوري پيدا و
چې پرې زېږي بادشاهان
لا پيدا په جهان نه و
پرې خبر وو دروېشان
د اکبر بادشاه په دور
شو د خپل اولس تور ځان
چې له ده سره به ناست وو
هغه واړه وو شېران
همت ناک، باسل، باذل وو
په هر کار کې صادقان
گور ته رنگ په وينو لاړل
چې همه وو سرداران
قبيله شوه سره ډېره
اکثر ښه لايق ځوانان
متفق په هره چاره
نوم ناموس په واړو گران
دهجرت زر دوه ويشت سن و
چې زه راغلم په جهان
هغه کال پوره پنځوس و
چې شهيد شو شهباز خان
د هغه دور بادشاه و
قدردان شاه جهان
د پلار ځای يې وما راکړ
په ولس شوم حکمران
که د تورې که د ور کړو
هيڅ مې پرې نه يښ ارمان
لکه خرڅ مې د بابا و
زما لا و دوچندان
واړه دېرش زره خټک دي
درست زما وو په فرمان
په لښکر به زما خرڅ و
يا مې خرڅ و په مهمان
که زما کره به سل وو
زر به تله په خاندان
درست خټک زما په دور
نامور شو په دوران
که خټک په ځمکه پروت و
پاس مې يووړ په اسمان
که څه عيش که عشرت و
زړه مې سوړ کړ په هر شان
که آسونه که بازونه
گشت د باغ او د بوستان
زر وماته هسې خوار وو
لکه خاورې د بيابان
نه زکات په ما واجب شو
په درست عمرنه قربان
چې يې خپل عزت په کار وي
زر به خوار کا هغه ځوان
تر اورنگ بادشاه مې ويوست
تاو دبند او د زندان
نقش مې کښېناوه دتورې
په هندو په مسلمان
دخپل ځان صفت به څه کړم
مگر نور يې کا بيان
ښې ښې ناوې په کور راغلې
پلار نيکه خانان ميران
د اويا کالونو اوس يم
په دا ماه د رمضان
کال زر دوه نوي هجرت دی
هم تحويل دی دميزان
واړه دېرش زويه لرمه
اوس حاضر په دا اوان
چې په عمر شوم اتلس
د شباب په عنفوان
راکره راغله جينۍ
پلار نيکه يې بد ذاتان
بل هنر کسب يې نه و
سفيهان وو پاده وان
بد سرشت په څو کرسۍ
احمقان په خوی د دان
سکه پلار په تېغ وژلی
هم د وروڼو قاتلان
خپل قسمت کړه راتر غاړه
تل نفاق شدت تر ميان
نه په شرم پوهېدلی
نه په دين نه په ايمان
خپل قسمت کړه را تر غاړه
ددې هسې خاندان
مشران زويه مې واړه
خدای له دې نه کړل عيان
څه بلا ده چې راتله به
دا زما په شبستان
خپل بابا کړه را تر غاړه
گڼه هيڅ نه و گومان
ددې هسې مور پينځه دي
چې دا شان لري سگان
زړه مې خوږ په يوه نه شو
خوږ د زړه دی خوږ دځان
واړه خوږ زما د زړه دي
مگر يو سدو حيران
واړه يو تر بل اخته دي
په خپل کور کې جنگ جويان
يو و پلار نيکه ته نه شو
همگي دمور په شان
په سپلمۍ په گنډېري کې
که پيوند شي تاک رمان
په مېوه به يې خوږ نه شي
د چا کام د چا دهان
څه بې ځايه تربيت و
چې به ما کاوه ارمان
چې په بد بوټي محنت کا
غرامت دی په باغوان
نه يې ننگ شته نه يې شرم
څه نابود دي دا سگان
زه غليم داورنگزېب يم
تل په غره په بيابان
زه په ننگ دپښتانه يم
دوی نيولي مغولان
لکه سپي هسې جاروځي
دمغول په آش ونان
دمنصب په اضافو دي
تل په ما پسې روان
زما لاس ورباندې رسي
راواهه نه شي خپل ځان
په دا هومره رسوايۍ
بيا بد مه گڼه خپل ځان
چې يې پلار سره غليم وي
هم هغه يې زړه او ځان
چې په واړو کې ارشد وي
نن يادېږي اشرف خان
ومور پلار نيکه ته نه دی
دا ناکس دی لا بل شان
په ژوندون مې خپل ځای ورکړ
باندې زه شوم مهربان
زر يې ټول کړل په لکونو
طبېلې يې عراقيان
لوی زما په نوم په توره
خواروي مې فرزندان
د خپل ځان په شيرازه دی
تار په تار برادران
بدخواهانو سره خاندي
په زړه چوي نېکخواهان
ښه کارونه چې زما وو
يا زما د دود مان
يوپه ده کې پيدا نه شو
ورته خلک دي حيران
که يې بولم گلستان ته
باندې اور دی گلستان
دگونگټ غوندې جاروځي
په سرگين او په گودان
دی نامرد له نامردۍ
تل له وروڼو نه ترسان
د گلونو په پټي کې
کره ځانته خارستان
ښه لايق زويه مې نور دي
ولې خدای کړل کشران
زين د زرو په خره پروت دی
په ښه آس باندې پالان
قسمت کاندي خپلې چارې
نه علاج شته نه درمان
تربيت زما په ده و
په ښوره باندې باران
که مې ولوستل وده ته
کتابونه د لقمان
نه اثر ورباندې وشو
نه يې ځای شول په جنان
دپنډ اور په سوخته لگې
نه د پشم په ريسمان
که سرود ورته آغاز کړې
سرود څه اوري کران
آيينه که ورته کښېږدې
پکې څه گوري کوران
له قرآنهکه ويل کړې
خو انکار کا کافران
حميده به په کې لږ وي
ذميمه چندان چندان
لکه دی دی په حسد کې
بل به نه وي هيڅ انسان
سر تر پايه و هم وېره
په خپل زويه بدگومان
د مردۍ په کاروبا ر کې
تر زنانو شه قربان
تر څلوېښت کالونو تېر شو
باندې څرخ نه شو پيکان
په هر ځای چې په جنگ پېښ شي
تل يې تېښته په ميدان
مرصع توره تر ملا کا
تېزې ښه ښه عراقيان
نه يې توره چېرته سره کړه
نه يې خوږ شو برگستوان
که په کور لري لکونه
ځنې شوم درومي مهمان
که څه لږ و ډېر يې خرڅ شته
په هزال په قلتبان
د دنيا په حساب تللی
همېشه لکه هندوان
ذکرفکر يې د زور
ټولوي روپۍ مهران
شم منحوس لئيم سفله دی
مصاحب يې همچنان
ځای د مرد ورڅخه نشته
ورته ناست دي نامردان
ځان ستايه په ډېرو زرو
نادار بوله خپل بزرگان
شوم مکار محيل بې شرم
ډېر ويونکی بدزبان
د بزرگۍ په کار خبر نه
په زور کړه د بزرگۍ شان
بر امد ويل پرې اور دی
خوشامد باندې ريحان
ځينې زشت کارونه نور دي
څه يې اخلم په زبان
يا خودی مه وای له مانه
يا زه مه وای په جهان
چې زما څه بندوبست و
ده بدبخت کړو واړه وران
هنگامه ده لا په منځ کې
د مغول او دافغان
زه په نقش د خپلې چارې
که څه شي سر و سامان
دی په وهم په وسواس کې
تل له ما دی هر اسان
خپل شامت و بد فعلي
ورته ناست په هر مکان
چې زما سره څوک ټول شي
دده زړه شي نور لړزان
چې زما د لښکر غږ شي
اوبه کېږي دده ځان
زه په لويو اندېښنو کې
دی په کور کې دی غران
په دا دوه کاره خوښېږي
دا احمق سفله نادان
چې زما سره څوک نه وي
بل چې سوړ مې وي دېگدان
زما زويه له ما نيسي
اقربا برادران
ومغوله ته مجرا کا
چې خپل پلار مې کړ دا شان
زه دده په کار خندان يم
دی زما په کار خندان
چې زما له غمه واوري
بې حسابه شي شادان
چې زما سره بدي کا
پرې رحمت کا مغولان
په چمته کې لوی غر ځای کا
په کوزه کې ږدي عمان
دی له هر څه ورته وايي
ور سره شي پارسي خوان
دمغول په زور يې لاندې
زما ملک کړ درست تر ځان
نه يې مال وماته پرېښه
نه نوکر نه غلامان
نه په ملک يم نه په نور څه
خپل عزت دی په ما گران
خدای يې خوار په دين دنيا کړه
د عزت يې شه نقصان
د سزا په سنگ مې مات کړای
د همه واړو دندان
چې ناپوه يې په خپل ځان کا
هسې نه کا دښمنان
رسوايي شوه تر منځ پېښه
نه څه ورک نه يې څه زيان
نظام پور لره اوس راغلم
دغه گوی دغه ميدان
چې مې وار ورباندې ساز شي
بيا راوړاندې کا دوستان
وار د هرې چارې تېر شو
فکر لوی دی دا زمان
هر چې وي هغه به وشي
څو لا حول په شيطان
قافيه شوه سره تنگه
دزغملو نشته توان
اوس همه چارې تر شا شوې
خو هم دا مهم تر ميان
حماقت يې لکه اور شو
زما زړه يې کړ بريان
چې اساس دتورې کښېږدم
دا نامرد يې کا غلطان
چې زما کره پيدا شو
څه افت دی د اسمان
نن به هيڅوک هسې نه وي
لکه زه په زړه پرېشان
که کښېنم نام وناموس ځي
که پاڅم پاڅي توپان
په دې کش مکش کې تېر شو
په ما عمر رايگان
پښتنو وکړې گټنې
زما کور دا هسې وران
د يوه سړي شامت دی
چې خوارېږي درست جهان
د گټنې وخت تېرېږي
واوېلا افغان افغان
ځواني ولاړه پيري راغله
په پسرلي راغی خزان
چې به ما ورباندې مټ کړ
مشکل کار به شو اسان
په دا کار باندې مې مټ دی
که اسان يې کا سبحان
مفاجات دې يې نصيب شي
يا يې تور مار جانستان
چې هيڅوک پرې بدنام نه شي
هسې گور ته شي روان
کله عاق دی عاق دې درومي
دين دنيا دواړه خسران