نظم
مذکور د صحبت د ادبونو
Khushal Khan Khattakد صحبت ادب هم بويه
چې دا چار ده ډېره لويه
دا ويل د شهسوار دي
د زاړه د ځوان په کار دي
څوک چې نوی واده وکا
ناوې راوړي دی دې څه کا
دی دې که له روايته
تطوع دوه رکعته
چې فارغ شي له نمازه
بيا دې بر وخوري له رازه
په ادب دې دخول وکا
سره دواړه دې زړه ښه کا
که روزي يې خدای فرزند کا
خدای به دی سعادتمند کا
مرتبې به لويې مومي
د مور پلار په لار به درومي
اول شپه صحبت نه بويه
نوې مياشت چې وي ای زويه
که فرزند پکې پيدا شي
دی به تا لره بلا شي
د زنديق و خوی به کاندې
درست به غم وي لاندې باندې
په ميانه د مياشتې جانه
هم آخر واوره له ما نه
په دا هم صحبت نه بويه
چې بدي ده په کې لويه
چې له حيضه پاکيزه شي
ښځه غسل و کا ښه شي
يا هاله دخول بايده دی
د اولاد د پاره ښه دی
په خصلت په خوی بېکار شي
مور و پلار لره آزار شي
ايستاده صحبت هم بد دی
د دوابو دی يا دد دی
چې پر ځان پاکيزه وينه
گڼه ډېر افت لرينه
جنگ نفاق به تر ميان شي
يا طلاق به تر ميان شي
د اختر په شپه ای جانه
د صحبت چار ده ويرانه
که د عيد قربانه شپه ده
په صحبت باندې نا ښه ده
که فرزند پيدا د چا شي
دی به شوم بخيل پيدا شي
چې بارداره ونه وينه
تر سايه يې صحبت شينه
چې فرزند يې پيدا شينه
يو جلاد خوني به وينه
بربنډ ځان صحبت ښه نه دی
په څه پټ شه هاله ښه دی
دروېشي وي په دا چال کې
هم په ځان هم په تبار کې
چې اذان دچا ترغوږ شي
د صلات د قامت خوږ شي
هغه وخت هم صحبت بد وي
زيان د ځان زيان د ولد وي
بې وضو صحبت ښه نه دی
له وضو سره ډېر ښه دی
که وضو نه وي قبول کا
تېبون وکړه بيا دخول کا
که په ځای دې دا ترتيب وي
سعادت به دې قريب وي
که صحبت په تابستان وي
سراسر د صورت زيان وي
تېره ماه که په خزان وي
دواړه وخته صحبت زيان وي
ځان په ډېر غاره کې نسه
پل دښځې رنگ مه کسه
صحبت ښه دی په بهار کې
چې يې کاندې په گلزار کې
په پسرلي وينه زياتېږي
په جماع سره کمېږي
د سحر په وخت صحبت کړه
په مړه گېډه نفرت کړه
چې تر حلقه سړی موړ وي
هغه وخت صحبت ناجوړ وي
چې يې کاندي گاو خر دی
گاو خر په څه خبر دی
ناسته گېډه صحبت روغ دی
ډکه گېډه نا فروغ دی
چې په ورځ په شپه دخول کړې
په دا شان به کار قبول کړې
هر سړی چې صحبت وکا
پاڅېدل دې هم زر نه کا
په ښې لوري دې زور وکا
يو زمان دې ځان اوده کا
چې صحت د وجود تل وي
په تودو اوبو لنبل وي
په تودو اوبو لنبل کړه
اوړی ژمی صحبت خپل کړه
د سړو اوبو لنبنه
د وجود نه ده ساتنه
په جماع پېغمبرانو
ځکه مينه کړه يارانو
سخت دلي درومي له دله
زړه پرې نرم وي هر کله
چې د زړه په آرزو درومي
سخت شي زړه چې آرزو مومي
د صحبت په آرزو جانه
زړه نرمي مومي څو شانه
په صحبت فاسده وينه
له صورته کمه شينه
د شيطان وسواس له دله
په صحبت درومي عاقله
چې حلال صحبت دې نه وي
و زنا ته دې زړه چوي
څه چې دې حلال صحبت دی
چې په قدر په قيمت دی
چې حلوا وخوري بې رنگه
رنځ ترې بيامومي تر درنگه
ځوان چې ستړی په يلغار شي
نور د خول و کا بيمار شي
زر د ژيره مشک کافور کا
څوک چې ډېر دخول منظور کا
ځوان که ځان ورځنې نسي
په پيرۍ کې به زورکسي
تر پنځوس کاله چې تېر شي
نور ښه نه کا دخول ډېر شي
زوړ سړی که ډېر دخول کا
د بصر زيان دې قبول کا