غزل

مگر رسم، دين ، آيين هسې لرې

Khushal Khan Khattak

مگر رسم، دين ، آيين هسې لرې

چې دا خوار زړه مې غمگين هسې لرې

دا د زړونو مينې ورانې پرتې ښې دي

چې تل اس د جفا زين هسې لرې

عاشقان به لکه مچ ورباندې گرځي

دواړه لب چې شکرين هسې لرې

څه نسرين دې د سنبل سره دسته کړل

چې د تورو زلفو چين هسې لرې

دا يو ستوری د اسمان دی که ټيکه ده

چې يې ايښې په جبين هسې لرې

کله کله به مرهم ورباندې کښېږدې

که همېش مې په زړه خوړين هسې لرې

لکه مخ زما د يار دی ای باغوانه!

په درست باغ کې يو نسرين هسې لرې؟

په کوڅه کې يې په څه گرځې زاهده!

که دا خپل عقل دوربين هسې لرې

مياشت به څه لره اوس لافې د ښايست کا

ته دلبره چې مخ سپين هسې لرې

که هر څو ښايسته ډېر لرې کشمېره!

لکه يار مې يو نازبين هسې لرې؟

چې يې پورته کړې گلونه ترې ښکاره شي

يو پلو، دواړه آستين هسې لرې

د خوشال په حال به چېرې ترحم کړې

مستې ته چې زړه سنگين هسې لرې