نظم

مينه او ښکلا

Khushal Khan Khattak

ته خو ډېر مهر کوې عمر دې ډېر شه

د خوشال خټک دې تش کاته په کار دي

تور گېسو دې په چندڼ باندې ښامار دي

تورې زلفې دې سنبل د نوبهار دي

تورې سترگې دې هوسيې د ختا شوې

چې وڅر وته پرتې په سنبل زار دي

تورې وروځې دې لينده باڼه دې غشي

عاشقان يې زخمي شوي په گوزار دي

مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره

بېدلان يې په سرونو خريدار دي

دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی

دختا د ملک اصلي نافې ترې ځار دي

بناگوش دی نسترن دی غوړېدلی

د چنبې تر گلو به دواړه رخسار دي

سپينه خوله که دې غونچې سره نسبت کړم

دغونچې غوټيې کله شکربار دي

سپينه پوزه دې غوټيه د زنبق ده

چې چاپېر ترې نور گلونه دگلزار دي

دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لالو

سپين غاښونه يې بهار دُر شهوار دي

ښايسته زنه دې سېب دسمرقند دی

چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي

صراحي د سپينو زرو سپينه غاړه

سيم اسا اوږۍ دې هم په دغه شمار دي

واړه تن دې دحلب تر ښيښې صاف دی

چې رازونه د درون ترې نمودار دي

سپينې لېچې دې مصرۍ تورې تېرې کړې

چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي

د ياقوتو نگينې دې سره نوکونه

ځای په ځای دې په اوږدو گوتو قرار دي

چې مې ستا د تيو ښه ننداره وکړه

هغه کلک په لذت ډک خواږه انار دي

د نامه غوټۍ دې گل دی د گلابو

کيڼ او ښي د گلو پاڼې پرې انبار دي

دنامه دکښته دم وهلی نه شم

هم هغو زده چې خبر په دا اسرار دي

چې وملا و کوناټيو ته دې گورم

اوېزاندې پاغوندې په نري تار دي

دپونډيو تر صفت دې نه رسېږم

ولې سپينې په سپينوالي تر چوتار دي

سپينې پښې دې دزنبق دگلو پاڼې

د پښو گوتې دې کلي دانار دي

تمام قد دې په مثال د سبر ونه

ولې سم ولاړ دی عين دچنار دي

سر تر پايه ننداره يې ځان دې جوړ کړ

تر تا ځار واړه راڼۍ د هندو بار دي

ستامثال په هندو بار کې راښکاره شو

د لوبيا دانه يوه مټر خروار دي

د ټيکې د دو کدکۍ لال او دُر دې

گوښي گوښي واړه کيل وته تيار دي