غزل مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک 02 مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک 03 لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک 04 چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک 05 په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک 06 لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک 07 چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک Dictionary meaning × Headword