غزل
موږه می پرست يو
Khushal Khan Khattakموږه می پرست يو
د ازل په ميو مست يو
په سما مو قدم ايښی
لکه مځکه هسې پست يو
هغې خولې و ته نظر کړه
هغه هسې نېست و هست يو
که په تخت د پاسه کښېنو
بيا يو مات کچکول په دست يو
څوک د وصل خبرې کاندي
موږه خوښ په خپل بر بست يو
تل مو زړه په دا خوشال دی
چې خپل زړه سره پيوست يو