نظم
معجون ابوسليم جميع بادو لره
Khushal Khan Khattakبزدالنج څوارلس مثقاله
افيون هم هومره ای لاله
فرفيون هم له زعفرانه
دار فلفل له سرنجانه
قافله سنبل الطيب دی
عاقر قر سره عجب دی
دا اووه څيزه ای لاله
هر کدام پينځه مثقاله
تر لته يې اس بېرون کړه
له عسلو يې معجون کړه
څه خو لږ يې په ناشتو خوره
وهر درد ته دا دارو خوره
دا دوا ده فرياد رسه
هر الم لره ای کسه
دحاذق طبيب له لاسه
بنگ شراب خوره بې هراسه