نظم معجون نبي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 فلفلين واخله ای جانه فلفل مول د خولنجانه 02 زنجبيل و قرنفل هم پکهر مول ديبا کهل هم 03 برابر په وزن واړه گوشې گوشې يې ونغاړه 04 چې بېل بېل سره آس کړې بيا يو ځای به يې ته ناس کړې 05 که په تول دا اته توکه شرشاهي شي د ما روکه 06 قند څلور شېر شاهي بويه سره گډ يې کړه ای زويه 07 اوه ورځې يې نگاه کړه پرې عمل سبا بېگاه کړه 08 دوه درمه په خفتن خوره دوه درمه په خواستن خوره 09 دا دارو لکه سره زر دی هر زحمت لره بهتر دی 10 هم صحت د تن پيدا کا هم قوت د تن پيدا کا Dictionary meaning × Headword