غزل ملاحت چې صباحت سره آمېز شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ملاحت چې صباحت سره آمېز شي د دلبرو حسن هله شور انگېز شي 02 خدای پخپله په ښه مخ باندې مين دی خدای يې واخله چې له ښکليو يې پرهېز شي 03 په زمان به د زاهد خونه اولجه کا که د سترگو د ترکانو يې پرې خېز شي 04 د غمزې سمند يې جوړ کړو جولان ته گوره بيا به يې په چا باندې مهمېز شي 05 د دوزخ لمبې به هم ورځنې ډار کا که دا اور مې دخاطر په حشر تېز شي 06 د عشق بوی مې به لاړ نه شي له هډونو که هر څو په تورو خاورو کې رېز رېز شي 07 چې گه ناز که گه عتاب کا، کله مهر دا يې واړه له خوشال سره مکېز شي Dictionary meaning × Headword