نظم

مولينا عبدالحکيم

Khushal Khan Khattak

مولينا عبدالحکيم

د دنيا د دين حکيم

د جوگيانو وگروه ته

په تعظيم و په تسليم

چا انکار ورباندې وکړ

وې يې هيڅ نه يې فهيم

د هر چا سره سلوک کړه

دا صراط دی مستقيم