غزل مست په هغه مخ يم چې مستانې لري سترگې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مست په هغه مخ يم چې مستانې لري سترگې بې تورې بې تېغه قاتلانې لري سترگې 02 بې ليدو کتو غايبان زړونه وړي له خلکو هسې چشم بنده ساحرانې لري سترگې 03 هر څوک چې بې وويني بل سر کتلی نه شي کښلې په دېوار غوندې حيرانې لري سترگې 04 لب آب حيات دي اونفس يې د عيسی دی هېڅ څه عجب نه دی که خوبانې لري سترگې 05 هر چې عاشقان دي هغه کله بل خوا گوري واړه ستا په لوري نگرانې لري سترگې 06 ای رحمانه! دا اوښکې هم تخم هم باران دی کښت د هغه شين دی چې گريانې لري سترگې Dictionary meaning × Headword