غزل
مست په هغه مخ يم چې مستانې لري سترگې
رحمان بابامست په هغه مخ يم چې مستانې لري سترگې
بې تورې بې تېغه قاتلانې لري سترگې
بې ليدو کتو غايبان زړونه وړي له خلکو
هسې چشم بنده ساحرانې لري سترگې
هر څوک چې بې وويني بل سر کتلی نه شي
کښلې په دېوار غوندې حيرانې لري سترگې
لب آب حيات دي اونفس يې د عيسی دی
هېڅ څه عجب نه دی که خوبانې لري سترگې
هر چې عاشقان دي هغه کله بل خوا گوري
واړه ستا په لوري نگرانې لري سترگې
ای رحمانه! دا اوښکې هم تخم هم باران دی
کښت د هغه شين دی چې گريانې لري سترگې