نظم

نا قرار زړونه قرار شوی

Khushal Khan Khattak

نا قرار زړونه قرار شوی

دزړه غم يې تار په تار شوی

د هجران غمونه لاړی

بيا دوصل دندوکار شوی

هغه لاس چې بې حنا دی

په حنا سره نگار شوی

شاته ورغلی تر زلفو

رانجه سترگو سره يار شوی

په گنگو يې زېړ پړونی

په څو وه سره خالدار شوی

د پاوليو د څړيو

په هر لوري ژرنگهار شوی

وار د غم د ژړا لاړی

وار د بوس و د کنار شوی

په عذار دمهوشانو

بيا کبود کبود پرهار شوی

چې خوشال ور پسې مرينه

ور ښکاره هغه ديار شوی