غزل نه زما ده نه د ستا ده دا دنیا Abdul Hamid Momand Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نه زما ده نه د ستا ده دا دنیا پا تې شوې له هر چا ده دا دنیا 02 د یوه غیږ کښې پرته او بل ته خاندي څه لولۍ او بې حیا ده دا دنیا 03 په رڼا یې د چا کار نه پوره کیږي د اسمان برق و بریښنا ده دا دنیا 04 که ظاهر ښکلې زیبا لیده شي څه شو په باطن توره بلاده دا دنیا 05 مروت د اشنایۍ پکښې نشته که اشنا ده نا اشنا ده دا دنیا 06 زرپه زر به یې ټیکاو هیڅ چیری نه شی لکه سیوری خواو شا ده دا دنیا 07 تل په ځان پورې د خپلو طالبانو مسخرې کا په خندا ده دا دنیا 08 په سودا یې سودمن شوي هیڅ څوک نه دی جوفروش ګندم نما ده دا دنیا 09 بې هوده یې زړه تړې په ډنګ ډنګ پوری د ګړۍ میلمنه ورا ده دا دنیا 10 مناسب نه دي ورتله د نویو خلقو د هلکو تماشا ده دا دنیا 11 چی حمید پکې خندا کا ریشخندي کا ځای د غم او د ژړا ده دا دنیا Dictionary meaning × Headword